ایکنانیوز د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې د عامه اړیکو له قوله راپور راکړ، ددغې ادارې مشر حجت الاسلام والمسلمین ایمانيپور د اسلامي ملګرتیا موسیسې (OIC) د غړو هېوادونو د کلتوري چارو د وزیرانو په غونډې کې، چې په کازان ښار کې جوړه شوې وه، په خپلې وینا کې د کلتوري خبرو اترو په پیاوړتیا او د نړیوالو مسئلو د حل لپاره د اغېزمنو بنسټونو په جوړولو ټینګار وکړ.
هغه په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو لوړ پوړو چارواکو په مینځ کې پخپل شتون خوښي څرګنده کړه او د دې دورې د غونډې د موضوع په ټاکل کیدا ئې مننه وکړه او ویې ویل: «نن سبا ، له هر وخت زیات د حکومتونو او ملتونو، په تیره بیا د اسلامي هېوادونو ترمینځ جوړونکو خبرو اترو ته اړتیا لرو.
د ایران د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې مشر د نړۍ د چټکو بدلونونو په یادولو سره وویل: «په اوسني حالت کې، چې نړۍ د یوه تاریخي بدلون له پړاوه تیریږي، د بشر بنسټیزو مسئلو لکه بشري حقونو، ښه حکومتوالي، د ځوانانو روزنې، د ژوند رودې ، کورنۍ، د بشري تمدن راتلونکي او نوي ټیکنالوژیو، لکه مصنوعي ذهانت ، د حل لپاره منظمې او هدفمندې خبرې اترې یوه ضروری اړتیا ده.»
هغه همدارنګه د روانو بحرانونو، په تیره بیا د مظلومو غزه خلکو د وضعیت په وړاندې د نړیوالو بنسټونو پر ناکامي نیوکې وکړې او زیاته ئې کړه: «د دغو بنسټونو او اورګانونو بې عملی د فلسطین په وړاندې د نسل وژنې او ښکاره ظلم پر وړاندې، د ازادو انسانانو درد او غوسه نوره هم زیاته کړې ده. د فلسطین د مسئلې د حل لپاره، چې د اسلامي نړۍ لومړۍ مسئله ده، د اسلامي ملګرتیا موسیسه فعاله ونډه خورا مهمه ده.
هغه د اسلامي هېوادونو ترمینځ د نوو ایتلافونو د جوړولو په اړتیا ټینګار وکړ او یادونه یې وکړه:«د فلسطین د ستونزو حل د مسلمانو هېوادونو په یووالي او ګډ عمل کې نغښتی دی. د امت واحده اسلامي تحقق په نړیوالو اړیکو کې د یو اړخیزوالي څخه د وتلو یوازینۍ لار ده.»
هغه په پای کې د روسیې فدریشن له حکومت، په تیره بیا ددغه هیواد د کلتور وزارت او د کازان ښار له چارواکو د غوره او تود هرکلي په باب مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د کلتوري خبرو اترو پراختیا به د اسلامي نړۍ لپاره روښانه راتلونکی رامنځته کړي.
یادونه کیږي؛ د اسلامي ملګرتیاموسیسې د غړو هېوادونو د کلتوري چارو د وزیرانو څوارلسمه غونډه د روسیې فدراسیون د کلتور وزیرې اولګا لوبیماوا په شتون سره، د «کلتوري خبرې اترې د هویت او ډولوالي د ساتنې او په څو قطبي نړۍ کې د بنسټ په توګه» په عنوان سره په کازان کې، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د اسلامي نړۍ کلتوري پلازمینه ټاکل شوې، ترسره کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4282646